غزه کې د اسراییل د تېرې شپې بریدونه؛ چارواکي: لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي

په غزه کې د اسراییلو د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

فلسطیني روغتیایي چارواکي وایي چې په غزه کې د اسراییل د تېرې شپې په بریدونو کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د وژل شویو کسانو په جسدونو کې د الاقصي شهیدانو روغتون ته وروړل شوي او اسوشېټېډپرېس هم شمېرلي، د یوې ښځې او درې ماشومانو پاتې شونې شامل دي.

دا برید داسې مهال شوی چې متحده ایالاتو، قطر او مصر له میاشتو راهیسې هڅې کړي چې په غزه کې د یوه اوربند او د اسراییلي برمته‌وو د خلاصون لپاره یوه موافقه ترلاسه شي، خو تراوسه په دې برخه کې اختلافات نه‌دي هوار شوي.

د تېر کال د اکټوبر له اوومې راهیسې چې اسراییل پر خپل قلمرو د حماس له برید وروسته په غزه کې جګړه پیل کړې، خلکو ته یې له خپلو سیمو د بې‌ځایه کېدو د امرونو په ترڅ کې چې ۱۲ یې په روانه میاشت کې صادر کړي، د غزې تړانګې د ۲،۱ میلیونه نفوس نوي سلنه یې بې‌ځایه شوي دي.