شپږیزه؛ پایلوبه د بندامیر او امو ترمنځ ترسره کېږي

د شپږیزې سیالیو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ د نهم پړاو پایلوبه سبا شنبه د اګست په ۲۴مه نېټه د بندامیر ښامارانو او امو نهنګانو د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

کرکټ بورډ وايي سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۱:۰۰ بجې پیل شي.

سږ کال د شپږیزې لیګ د اصولو پر اساس هغه دوه لوبډلې چې د نومرو په جدول کې تر ټولو مخکښې وې پایلوبې ته ووتې.

بندامیر او امو دواړو د لسو لسو نومرو په لرلو سره په جدول کې اول او دویم مقام درلود.

په دواړو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ځیني مخکښ لوبغاړي لوبه کوي.

د بندامیر لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي دی او ورسره ننګیالی خروټی، صدیق اتل، ریاض حسن، نوین الحق او الله محمد غضنفر په څېر نوموتي لوبغاړي موجود دي.

د امو لوبډلې لوبډلمشر عظمت‌الله عمرزی دی او د لوبډلې مشهور لوبغاړي یې فضل حق فاروقي، عبدالمالک، ذبید اکبري، شرف الدین اشرف، اسحاق رحیمي او قیس احمد دي.

د ویلو ده چې بند امیر تر دې وړاندې هم د شپږیزې لیګ اتلولي ګټلې، خو امو بیا کومه اتلولي نه ده ګټلې.