ملګري ملتونه: د بینېټ پر سفر بندیز به د افغانستان په اړه د ده د راپور ورکولو مخه ونه نیسي

د ملګرو ملتونو ځانګری راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

ملګري ملتونه وایي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګري راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر سفر بندیز به د دې هېواد په اړه د نوموړي د راپور ورکولو مخه ونه نیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون پنجشنبې ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له سرمنشي څخه جلا په خپلواکه توګه کار کوي.

هغه زیاته کړه چې په ځینو مواردو کې ښایي راپور ورکوونکي هغه هېواد ته لاسرسی ونه لري چې مسوولیت یې لري، مګر دا دوی له راپور ورکولو څخه نه منع کوي.

دوجاریک د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د بشري حقونو د جوړښت کلیدي عناصر وبلل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ وویل چې ریچارډ بینېټ یې افغانستان ته ورتګ څخه منع کړی او دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د ده په خبره هغه د افغانستان ضد تبلیغات کول او یوه کوچنۍ موضوع یې غټوله.

خو ریچارډ بینېټ چې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو لپاره ځانګړی راپور ورکوونکی ټاکل شوی، د طالبانو د دغه بندیز پر وړاندې غبرګون ویلي چې ده په دوامداره توګه د افغانستان له واکمنانو سره د یوې شفافې ښکېلتیا هڅه کړې، د خپل مسوولیت له مخې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې او د ښه‌والي لپاره یې مشخصې عملي سپارښتنې او هم د تخنیکي مرستې وړاندیزونه کړي دي.