هاریس د ډیموکرات ګوند له‌خوا د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون ومانه

کامالا هاریس

کامالا هاریس د ډیموکرات ګوند له‌خوا د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون ومانه.

د ډیموکرات ګوند د ملي کنګرې په څلورمې او وروستۍ شپه کې پرون پنجشنبې د اګست۲۲مه کامالا هاریس د دې ګوند له‌خوا ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون ومانه.

هاریس مخکې له دې چې خپله وینا پیل کړي، د پلویانو له‌خوا يې هرکلی وشو.

هاریس په دې وینا کې خپلې برنامې د امریکا ولس ته وړاندې کړي.

هغې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ له کارونو او د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د هغه پر نوماندۍ هم نیوکه وکړه.

هاریس په خپلې وینا کې وویل، هغه له قانون څخه ملاتړ ته ژمنه ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن یو میاشت وړاندې د ډیموکراتانو له‌خوا اړ شو چې د امریکا راتلونکو ټاکنو کې له نوماندۍ لاس په سر شي او پر ځای دې ګوند کامالا هاریس دې ټاکنو ته نومانده کړه.