په کابل کې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارن پرانیستل شوی

د کابل په نندارتون کې کورني تولیدات او محصولات نندارې ته ایښودل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو یو نندارتون پرون پنجشنبې په کابل کې پرانیستل شو.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د افغانستان د کامیابۍ او اقتصاي پراختیا په نوم دې نندارتون کې په ۳۱۰ غرفو کې محصولات د څلورو ورځو لپاره نندارې ته ایښودل شوي دي.

لاسي صنایع، وچه مېوه او قیمي ډبرې چې د افغانستان کورني مهم تولیدات بلل کېږي، په دې نندارتون کې ايښودل شوي.

دغه نندارتون داسې مهال پرانیستل کېږي چې په دې هېواد کې د کورنیو تولیداتو د پلور د بازار د کمښت په اړه تل شکایتونه موجود دي.