شپږیزه؛ مس عینک او سپین‌غر پایلوبې ته له رسېدو پاتې شول

د شپږیزې له سیالیو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ په نهم پړاو کې مس عینک اتلان دویمه لوبډله شوه چې پایلوبې ته له رسېدو پاتې شوه.

یادې لوبډلې نن پنجشنبه د اګست په ۲۲مه نېټه له سپین‌غر پړانګانو لوبډلې ماتې وخوړه او په دې سره یې سفر پای ته ورسېده.

سپین‌غر بیا په روانو سیالیو کې یوازې دوه لوبې وګټلې او د نومرو په جدول کې تر ټولو په وروستي مقام پاتې شوه.

د شپږیزې لیګ مخکښه لوبډله د امو نهنګانو ده چې پایلوبې ته رسېدلې او نن به د بندامیر ښارمارانو او بست ساتونکو تر سیالۍ وروسته څرګنده شي چې کومه لوبډله پایلوبې ته وځي.

د ویلو ده چې د یاد لیګ پایلوبه به د اګست په ۲۴مه نېټه ترسره شي.