متحده عربي اماراتو د طالبانو له‌خوا د نومول شوي سفیر باورلیک ومانه

د متحده عربي اماراتو بیرغ

متحده عربي اماراتو پرون چهارشنبې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو له‌خوا د نومول شوي سفیر باورلیک ومانه.

دا له چین وروسته چې د تېر کال په ډسمبر کې یې په پېکېنګ کې د طالبانو سفیرمنلی و، دوهم هېواد دی چې د طالبانو د حکومت د یوه لوړپوړي ډیپلومات باورلیک مني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون چهارشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان د اسلامي امارت د سفیر په توګه خپل باورلیک د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو مرستیال سیف عبدالله الشامسي ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپاره.

په عین حال کې د انټرفاکس قزاقستان څانګې د راپور له مخې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې په استانه کې د افغانستان د سفارت لپاره یې د طالبانو له‌خوا د نومول شوي شارژدافېرمحمدالرحمن رحماني باورلیک منلی دی.

سره له دې چې د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې امیرخان متقي څو ورځې ورځې مخکې په یوه غونډه کې وویل چې حکومت یې تراوسه د نړۍ له نژدې څلوېښتو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي دي.

د یادونې ده چې متحده عربي اماراتو د پاکستان او سعودي عربستان ترڅنګ د طالبانو مخکینۍ واکمني په رسمیت پېژندلې وه.