اذربايجان په بريکس اقتصادي ټولنه کې د غړيتوب غوښتنه کړې

انځور - ارشيف

یوه ورځ وروسته له‌دې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین اذربایجان ته سفر وکړ، دې هېواد رسماً په بریکس اقتصادي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ایخان حاجيزاده دا خبر پرون اعلان کړ.

بریکس د یوې لسیزې په اوږدو کې یوازې پنځه غړي درلودل چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا وو.

خو دا ټولنه اوس اوس په پراخېدو ده او په تېره جنوري میاشت کې ایران، مصر، ایتیوپیا او متحده عربي امارات هم په‌کې غړي شول.

سعودي عربستان هم ویلي چې، په بریکس کې د غړیتوب په اړه غور کوي.

اذربایجان لومړی په تېره جولای میاشت کې په بریکس کې غړیتوب ته لېوالتیا وښوده چې چین یې هرکلی وکړ.