د امريکا د بهرنيو چارو وزير منځني ختيځ ته خپل سفر پای ته ورساوه

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر په غزه کې د جګړې له پیل وروسته منځني ختیځ ته خپل نهم سفر د اوربند د موافقې په اړه کوم لوی پرمختګ ته له رسېدو پرته پای ته ورساوه.

داسې مهال چې اسراییل او فلسطینۍ حماس ډلې چې امریکا یې تروریستي ډله بولي، د ننګونو د دوام خبره کړې انتوني بلېنکن پرون خبرداری ورکړ چې وخت خورا مهم دی.

ښاغلي بلېنکن په مصر او قطر کې چې په خبرو کې منځ‌ګړتوب کوي، له غونډو وروسته وویل، اسراییلو د اوربند په مسئله کې د اختلافونو د حل وړاندیز منلی دی او اوس باید پر دې تمرکز وشي چې حماس یې هم ومني او دواړه لوري یې د تطبیق پر څرنګوالي کار وکړي.

ښاغلي بلېنکن له قطر څخه تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل، د امریکا پیغام روښانه دی او هغه دا چې پر اوربند او د برمته‌و پر خوشې کېدو موافقه وشي او دا کار باید همدا اوس وشي.

د اختلافونو د حل لپاره د امریکا او قطر د طرحې په اړه ډېر لږ جزییات خپاره شوي دي، خو بلېنکن وویل د غزې له تړانګې د اسراییلو د شاتګ د پلان مهالوېش او ځایونه په ډاګه شوي دي.