ملابرادر: افغاني توليدات بايد له مشخصو ستندرونو څخه برخمن و اوسي

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د ستندرد ملي ادارې پرون د لومړي ځل لپاره له سوداګرو او صنعت کارانو سره د تولیداتو او صادراتو د ستندردونو په تړاو غونډه وکړه.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال او د ستندرد ادارې مشر ملا عبدالغني برادر ټینګار وکړ، چې افغاني تولیدات او صادرات باید له مشخصو ستندردونو څخه برخمن اوسي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال او سرپرست محمد یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل چې د ستندردونو په پام کې نیول، د سوداګرۍ له ودې سره مرسته کوي.

هغه وويل: "په اقتصاد کې ستندرد مهم رول لوبوي، په وارداتو، صادراتو، نفتي توکو، خوراکي توکو، په طبي موادو کې، په‌دې ټولو کې ستندرد ته ضرورت دی. که زموږ تولیدات او صادرات د ستندرد نښه ولري، نوره دنیا کې به یې بازار ښه وي او هم به زموږ په اقتصادې کې مهم رول ولوبوي."

په افغانستان کې د ستندرد ادارې دا هڅې داسې مهال پيل شوي چې ډېر کله خلک د وارداتي، صادراتي او تولیدي توکو له کمزوري کیفیته شکایتونه کوي.