د اسراییلو پوځ په غزه کې د شپږو اسراییلي برمته‌وو مړي موندلي

دغه برمته شوي اسراییلیان د تېر کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې په پیل کې تښتول شوي وو.

د اسراییلو پوځ وايي، د هغو شپږو اسراییلي برمته‌وو مړي یې موندلي دي چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې په پیل کې تښتول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې عرب او امریکايي منځګړي په غزه کې د اوربند او د نورو اسراییلي برمته‌وو د خوشې کولو هڅه کوي.

د اسراییلو د دفاع وزیر یواف ګالانټ ویلي چې دا مړي د پېچلو عملیاتو په ترڅ کې د خان یونس ښار له یوه ټونل څخه ترلاسه شوي دي.
د دې مړیو موندل ښايي د حماس ډلې هغه هڅې بې ګټې کړي چې غواړي په غزه کې اوربند وشي، اسراییلي خپل ځواکونه وباسي او اسراییلي برمته له فلسطیني بندیانو سره تبادله کړي.

خو دا هم ناممکنه نه ده چې له نننۍ پېښې وروسته د اسراییلو پر حکومت د هغو نورو لسګونه برمته‌وو د ژغورنې لپاره فشارونه لا زیات شي چې ګومان کېږي تراوسه ژوندي دي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د تېرکال د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د برید پرمهال نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له دې پېښې وروسته اسراییلو په ځوابي اقداماتو کې د ورکړل شويو ارقامو له مخې له ۴۰ زره ډېر فلسطینیان ووژل.