د افغانستان اوولس کلنو فوټبال لوبډلې قرغزستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله

د افغانستان د اوولس کلنو فوټبال ملي ټیم قرغزستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه پرون د مرکزي اسیا د فوټبال د اوولس کلنو ټیمونو د اتلولۍ په لړ کې وشوه.

افغانستان به بله لوبه چهارشنبه له کوربه تاجکستان سره وکړي.

د مرکزي اسیا د فوټبال په‌دې سیالیو کې چې د تاجکستان په کوربه‌توب پیل شوي افغانستان، تاجکستان، قرغزستان، ایران،ترکمنستان او ازبکستان ګډون لري.