ايران له افغانستان سره پر پوله جوړېدونکی دېوال د امنيت لپاره مهم بللی

د افغانستان پولې ته نږدې د ايران يوه پوسته

د ایران یوه سیمه‌يیز پوځي قوماندان له افغانستان سره د ګډ سرحدي دېوال د رغونې د چارو د پرمختګ د ستاینې ترڅنګ ټینګار کړی چې، دا دېوال به د ایران د ختیځو پولو د اوږدمهاله امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د ایران ټایمز ورځپاڼې د راپور له‌مخې ډګرجنرال سیروس امان اللهي د یک‌شنبې په ورځ له سرحدي تاسیساتو د لیدنې پرمهال وویل، اوس‌مهال د انجنیرانو څلور ډلې د ده په وینا په‌دې مهم ملي اقدام کې بوختې دي.

جنرال امان اللهي هیله څرګنده کړه چې دا پروژه به په ټاکلي وخت بشپړه شي.

ایران پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د خپلې ۲۹۵ کیلومتره ګډې پولي په اوږدو کې څلور متره لوړ دېوال جوړ کړي چې، پر سر به یې اغزن سیم لګېدلی وي او ځای ځای به د څار برجونه هم لري.

ټاکل شوې ده چې دا پروژه د درې کلونو په اوږدو کې بشپړه شي.

افغانستان او ایران ټول ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري.