شپږیزه؛ مس عینک لوبډله په روان ټورنمنټ کې په لومړۍ ځل د امو له لوري ماته شوه

له ارشيفه د شپږيزې سيالۍ يو انځور

د شپږیزې کرکټ لیګ په ۱۳مې سیالۍ کې د امو نهنګانو لوبډلې د ۲۵ منډو په تفاوت د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه.

سیالي چې نن دوشنبه د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې وه، امو د ۱۹۱ منډو هدف ټاکلی و.

یادې لوبډلې ته ذبید اکبري او شاهد کمال ۴۹-۴۹ منډې کړې وې.

د مس عینک په توپ اچونکو کې ضیااکبر دوه لوبغاړي وسوځول.

مس عینک د هدف په تعقیب یوازې ۱۶۵ منډې وکړې او ۸ لوبغاړي یې وسوځېدل.

د اتلانو مخکښ منډه جوړونکي ابراهیم ځدراڼ او وفي‌الله تره‌خېل وو چې دواړو په ترتیب سره ۵۲ او ۴۱ منډې وکړې.

امو ته په توپ اچونه کې عظمت‌الله عمرزي درې لوبغاړي وسوځول.

شاهدکمال د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نن ورځې دویمه سیالي د سپین غر پړانګانو او بُست ساتونکو ترمنځ پیل شوې ده.