ایران کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام شوي

ارشیف: د اعدام پړی یا زندۍ

په ایران کې نن دوشنبه د اتو کسانو د اعدام خبر ورکړل شوی چې له ډلې یې دوه تنه افغانان دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌ وش په یوه بیان کې ویلي چې پنځه کسان په یزد زندان کې دوشنبه سهار اعدام شوي چې له مخدره موادو سره تړلو جرمونو او یا د قتل په تور بندیان وو.

دری کسان هم د شیراز په عادل اباد زندان کې اعدام شوي.

د ایران رژیم د کال له پیل تر دې دمه شاوخوا درې سوه تنه اعدام کړي چې لږ تر لږه دېرش افغان اتباع هم په‌کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمینشر وولکر ترک د ایران په رژیم غږ کړی چې اعدامونه ودروي.