کرزي یوځل بیا له طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو د پرانیستلو غوښتنه کړې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه پرانېزي.

کرزي پرون یکشنبه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت یوه پيغام کې ویلي، د هېواد راتلونکې د ځوان نسل په تعلیم پورې تړلې ده.

هغه په دې پيغام کې ټینګار کړی چې د خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره اړینه ده چې د علم په ګاڼه سمبالې نجونې د خپلو وروڼو ترڅنګ ودرېږي او هېواد له احتیاجه خلاص کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې دا مهال نژدې یونیم میلیون نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو او پوهنتونونو څخه بې برخې دي.

افغان سیاستوالو او نړیوالو ادارو او هېوادونو په وار وار له طالبانو ورته غوښتنه کړې، خو د طالبانو د حکومت د درېیو کلونو په پوره کېدو لا هم د نجونو د تعلیم برخه لیک روښانه نه دی.