شپږیزه؛ امو د بست لوبډلې ته ماتې ورکړه

د امو لوبډله

د افغانستان د کورنیو سیالیو شپږیزې لیګ په ۱۱مې لوبې کې د امو نهنګانو لوبډلې د لسو منډو په توپیر د بوست ساتونکو ته ماتې ورکړه.

یاده سیالۍ چې نن یکشنبه د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې وه، امو لوبډلې لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه او ۱۴۶ منډې یې وکړې.

د امو په ګټه شرف‌الدین اشرف تر نورو زیاتې ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بست ساتونکو ته په توپ اچونه کې رحمت شاه ۳ او ناصرمعروف خیل دوه لوبغاړي وسوځول.

د ورکړل شوي هدف په تعقیب د بست لوبډلې په شلو اورونو کې د رحمت شاه د ۴۹ منډو پر مټ یوازې ۱۳۵ منډې وکړې او ۹ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

دا په روانه شپږیزه کې د امو لوبډلې دویمه بریا وه.

په نننۍ سیالۍ کې د امو لوبډلمشر عظمت‌الله عمرزي ۴ لوبغاړي وسوځول.

د ویلو ده چې په دې سیالۍ کې د ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکی فضل حق فاروقي هم د امو په ګټه ولوبېده او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.