راشدخان او نوین‌الحق هم کابل ته رسېدلي

راشدخان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه نور مخکښ لوبغاړي راشدخان او نوین الحق هم نن یکشنبه سهار کابل ته رسېدلي دي.

په پلان کې وه چې راشدخان به د شپږیزې په روانو سیالیو کې د سپین غر لوبډلې لوبډلمشري وکړي، خو د انګلستان په سل بالیزه سیالیو کې د ژوبلېدو له امله اړوندو ډاکترانو هغه څو ورځې له لوبو کولو منع کړی دی.

لا څرګنده نه ده چې راشدخان به د شپږیزې په پاتې سیالیو کې ولوبیږي او که‌نه؟

خو هغه نن کابل ته رسېدلی دی.

دغه راز نوین‌الحق بیا د بندامیر لوبډلې برخه و، هغه هم اوونۍ وړاندې په خپلو ټولنیزو پاڼو د روغتون په بستر خپل یو انځور خپور کړی و، خو وضاحت یې نه و ورکړی.

کرکټ بورډ ويلي چې د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي یې اوسمهال په شپږیزه کې لوبه کوي چې نن فضل حق فاروقي هم د امو لوبډلې په ګټه ولوبېد.

د ویلو ده چې دا د شپږیزې لیګ نهم پړاو دی او تر دې دمه د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک اتلانو لوبډله تر نورو مخکې ده.