د افغانستان د خبریالانو خپلواکه ټولنه د طالبانو د حکومت له پنځه ورځني بند وروسته د افغان خبریال محمد اصف فیضار د خوشې کېدو خبر ورکوي.
دغې ټولنې نن یکشنبه د اګست ۱۸مه نېټه پر خپله فېسبوکپاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې فیضار د هرات د امنیتي مسوولانو له تایید پرته د یوه جنايي خبر تر خپرولو وروسته په هرات ښار کې نیول شوی و.
د خبریالانو ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې د خبریالانو اړوند قضیې دې له اصولو مراجعو څخه حل او فصل کړي.
که څه هم طالبانو تل ویلي چې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي، خو په تېرو درېیو کلونو کې چې دوی پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، په لسګونو رسنۍ تړل شوي او د رسنیو په زرګونو کارکوونکي وزګاره شوي دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې یا آرایسایف په دې وروستیو کې ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي لهمنځه تللې، خبریالان پر خپلسري توګه نیول شوي او رسنۍ له ګواښ او جبر سره مخامخې دي.