شپږیزې لیګ؛ امو له بُست او بند امیر له سپین غر سره سیالۍ لري

د شپږیزې له سیالیو یو انځور

د شپږیزې لیګ په لړ کې به نن یکشنبه د اګست ۱۸مه دوه لوبې ترسره شي.

نن سهار ۹ بجې به د امو او بُست لوبډلې یو له بل سره سیالي وکړي او په دویمه لوبه کې به ماسپښین ۲ بجې د بند امیر او سپین غرلوبډلې له یو بل سره مخامخ شي.

دغه سیالۍ به د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

پرون د میس عینک او بُست کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه.

میس عینک لوبډلې دغه لوبه په ۱۸.۳ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو وګټله او داتو نمرو په لرلو سره د جدول سر ته وخته.

د شپږیزې ليګ سيالۍ د افغانستان له پنځو بېلابېلو زونونو څخه د پنځو لوبډلو په ګډون د اګست په ١٢مه په کابل کې پيل شوي او د اګست تر٢۵مې به دوام کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله سبا دوشنبه د اګست ۱۹مه د قرغزستان له لوبډلې سره لوبه کوي.

د افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان لوبډلې د منځنۍ اسیا د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو په سیالیو کې چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې، برخه اخلي.