طالبان: ۱۱۱۰ راستانه شوي کډوال په وړیا او خوندي توګه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي

ارشیف: له پاکستانه د افغانستان اړخ تورخم ته رااوښتي افغان کډوال

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تر مشرۍ لاندې یوه کمېټه وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ۱۱۱۰ راستانه شوي کډوال په وړیا او خوندي توګه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

یاد وزارت د شنبې په ورځ د اګست ۱۷مه په خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د تورخم او سپین بولدک له بندرونو څخه یې ۱۶۷ راستنې شوې کورنۍ او ۹۲۸ کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي او تېره اوونۍ یې ۱۸۲ کډوال له کابل ښاره کندز، تخار، بلخ، پکتیا او غزني ولایتونو ته هم لېږدول شوي دي.

د تېر کال د نومبر په لومړۍ نېټه د پاکستان موقت حکومت د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې د دوی په خبره، قانوني اسناد نه‌لري اوایران هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.