نن د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۵مه کلیزه ده

د افغانستان پخوانی پاچا امان‌الله خان، چې په ۱۹۹۸ کې یې له پخواني برېتانیا څخه د خپل هېواد ازادي ترلاسه کړه.

نن د زمري یا اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو له ۱۰۵مې کلیزې سره برابر ده.

د پخواني افغان پاچا امان‌الله خان په مشرۍ افغانستان د ۱۹۱۹ کال د اسد په ۲۸مه چې د اګست ۱۹مې سره سمون خوري، له بریتانیا سره د یوې معاهدې پر بنست خپلواکي اعلان کړه.

که څه هم افغانستان هېڅکله د انګرېزانو بشپړه مستعمره نه وه، خو انګلو افګان ټریټي(Anglo Afghan Treaty) تړون بنسټ د بریتانیا حکومت د افغانستان بشپړه خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

اخوا د طالبانو سرپرست حکومت د دې ورځې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې او دا ورځ به په ځینو ښارونو کې ونمانځل شي.

یو شمېر افغانان وايي چې پخوا به دا ورځ ډېره ښه نمانځل کېده او دا جشن به څو ورځې و، خو په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو په بیا واک ته رسېدوسره یې نمانځه په پخوانۍ بڼه نه ده پاتې.

پروسږ کال په افغانستان کې د یو شمېر هغو کسانو مخه ونیول شوه چې د امان‌الله خان د وخت درې رنګه بیرغ یې رپاوه.