د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي چې، دا تړونونه د سوداګرۍ او پانګونې، کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې شوي.
د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارفاوف نن د یوه لوی دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او هلته یې له طالب چارواکو سره کتلي دي.
د تړونونو د لاسلیک په غونډه کې د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارفاوف او د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ګډون کړی وو.
د ازبکستان د صدراعظم عبدالله عارفاوف په حواله باختر اژانس ویلي چې، هېواد یې له طالبانو سره د تعامل غوښتونکی دی.