غزه کې د ماشومانو د ګوزڼ د لومړۍ مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر ورکړل شوی

ارشيف

د فلسطین روغتیايي چارواکو نن د غزې ښار په دیرالبلح کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکړ.

ویل شوي، په‌دې ناروغۍ یو تن ۱۰ میاشتنی ماشوم اخته شوی دی.

دا په‌دې قلمرو کې چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په‌کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه ده، په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ لومړۍ مثبته پېښه ده.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، کله چې په ماشوم کې د ګوزڼ نښې ولیدل شوې، په اردن کې یې معاینات وشول او معلومه شوه، چې په ګوزڼ اخته دی.

تر دې مخکې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه ګڼل کېدل چې د ماشومانو دغه وژونکې ناروغي په‌کې ختمه شوې نه وه.

د ماشومانو ګوزڼ یا فلج یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې تر ډېره تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان په نښه کوي او کولای شي ماشوم د تل لپاره فلج کړي او ان د مړینې سبب یې شي.