د طالبانو حکومت سبا يک‌شنبه ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې

د افغانستان پخوانی پاچا امان الله خان، چې په ۱۹۹۸ کې یې له پخواني برېتانیا څخه د خپل هېواد ازادي ترلاسه کړه

د طالبانو حکومت سبا یک‌شنبه د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په افغانستان کې عمومي رسمي رخصتي اعلان کړې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا یک‌شنبه د زمري ۲۸مه، "له انګرېزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بیاګټلو ۱۰۵مې پرتمینې کلیزې په وياړ؛ ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده."

په وروستیو کې د طالبانو وسله‌والو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیاګټونکي غازي امان‌الله خان پر مخ رنګونه شیندلي وو، چې دې کار یې عکس العملونه وپارول.

له نن څخه ۱۰۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان د هغه وخت پاچا، غازي امان‌الله خان له انګرېزانو د هېواد سیاسي خپلواکي اعلان کړه او له هغې ورځې وروسته دا ورځ د افغانانو ترمنځ د ازادۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.