رسنۍ: د لبنان په "نبطيه" کې د اسراييلو د بريد له امله نهه تنه وژل شوي

انځور ارشيف

د لبنان دولتي اژانس "این‌این‌اې" نن وویل چې، د لبنان په جنوب کې د نبطیه په ښار کې د استوګنې پر یوې ودانۍ د اسراییلي الوتکو په برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

اسراییلي پوځ بیا ویلي دي چې، د حزب‌الله وسله‌والو د وسلو یو زېرمتون یې په نښه کړی دی.

په وروستیو اوونۍ کې په سیمه کې کړکېچ وروسته تر هغه زیات شو چې د اسراییل تر اشغال لاندې د جولان پر لوړو د توغندي په برید کې دولس اسراییلي ماشومان ووژل شول.

اسراییل وایي، دا برید حزب‌الله کړی او په ځواب کې یې د دې وسله‌واله ډلې یو جګپوړی قوماندان په پلازمېنه بیروت کې وواژه.