د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او د افغانستان- پاکستان پر پوله له پارونکو اعمالو څخه ډډه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلاماباد کې خبري غونډې ته دا څرګندونې د تورخم د نښتې په تړاو وکړې.
د تورخم په ګورکي سیمه کې د دوشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته وشوه، چې د راپورونو لهمخې د دې نښتې له امله د افغانستان خواته یوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول او د پاکستان درې ملېشه ټپیان شول.