غزه کې روغتيا وزارت: تر اوسه د حماس او اسراييل ترمنځ جګړه کې تر ۴۰زره ډېر کسان وژل شوي

د غزې يو انځور

په غزه کې روغتیا وزارت وایي، د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې تر اوسه تر څلوېښت زره ډېر کسان وژل شوي دي.

د امریکا متحده‌‌‌‌ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د دې جګړې د قربانیانو دا نوې شمېره په‌داسې وخت کې خپره شوې ده چې، د غزې د یوولس میاشتنۍ جګړې د اوربند هڅې روانې دي.

په نویو خپرو شویو تلفاتو کې د ملکیانو او نظامیانو د شمېرو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه وروسته تر دې پیل شوه چې، د حماس په مشرۍ وسله‌والو د اسراییل په جنوب کې برید وکړ، نژدې دولس سوه کسان یې ووژل او شاوخوا دوه سوه پنځوس یې برمته کړل.