شکنجه او مرګ؛ د طالبانو واکمنۍ کې پخوانیو افغان سرتېرو ته پېښ خطرونه

Your browser doesn’t support HTML5

محمد جواد د افغانستان په ملي اردو کې د خدمت پر مهال د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې ژوندی پاتې شو، خو کله چې دغه وسله‌واله ډله په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېده، هغه وتښتول شو او تر شکنجې لاندې ووژل شو. د بشري حقونو ډلو د سلګونو نورو پوځیانو د هدفي وژنو، ورکېدلو او غیرقانوني نیولو اسناد ثبت کړي دي.