سپینه ماڼۍ: په غزه کې د اوربند خبرې د حماس له نشتوالي سره سره ترسره کېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

سپینه ماڼۍ وایي، په غزه کې د اوربند خبرې به د حماس له نشتوالي سره سره ترسره شي.

حماس د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو په نوي پړاو کې چې د پنجشنبې په ورځ په قطر کې ترسره کېږي، ګډون نه کوي.

اخوا یوه باخبره چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې مرکچیان به وروسته له حماس سره سلا مشورې وکړي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پییر د حماس د دریځ له اعلانولو یو ساعت وروسته خبریالانو ته اعلان وکړ چې د سي‌آی‌اې مشر بیل برنز او د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی بریټ مک ګورک به د دوحې په خبرو کې د امریکا استازي وي.

د امریکا حکومت مخکې ویلي وو چې په غزه کې د اوربند په اړه یوې هوکړې ته رسېدل لا هم ممکن دي، خو خبرداری یې ورکړی چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره په دغو خبرو کې چټک پرمختګ اړین دی.