د هرات په ګمرک کې لګېدلی اور مړ شوی

په هرات د اور لګېدنې یو انځور

د هرات چارواکو ویلي چې په ګمرک کې یې لګېدلی اور مړ کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د هرات د ګمرک د مسوولانو په وینا راپور ورکړی چې اور د تخنیکي ستونزې له امله لګېدلی و او دوی مهار کړی دی.

د راپورونو له مخې پرون څو ساعته د هرات په ګمرک کې دا قوي اور بل و چې لمبې او دود یې ډېر لوړ وخوت.

د هرات د ګمرک مرستیال عصمت‌الله یاسر رسنیو ته ویلي چې په دې اور کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده رسېدلې، خو مالي تاوانونه یې اړولي دي.

د سوداګرو په خبره، تر هغو چې اور مهارېده لږ تر لږه ۹ هنګره په دې ګمرک کې چې لسګونه موټر په‌کې وو، سوځېدلي او لسګونه میلیونه ډالره تاوان یې رسولی دی.

غیر معیاري ودانۍ، ګڼه ګوڼه او د خوندیتوب د شرایطو له پامه غورځول هغه دلایل ګڼل کېږي چې له امله یې په داسې شرایطو کې ګڼ تاوانونه رسېږي.