طالب وسله‌والو په کابل کې یو ځوان په ډزو ویشتلی او وژلی

په افغانستان کې طالب وسله‌وال

د راپورونو له مخې د طالبانو امنیتي ځواکونو د کابل په کارته نو سیمه کې یو ځوان په ډزو ویشتلی او وژلی یې دی.

په خواله رسنیو کې د وژل شوي کس حمید جلال عکسونه لاس په لاس کېږي او ویل شوي چې طالبانو یې په موټر باندې ډزې کړې وې.

د هغه پلار سیدجلال پشتون ته منسوب یوه پيغام کې هم راغلي چې زوی یې ورته وژلی او دی یې د قاتلانو محاکمه غواړي.

د حمید جلال د کورنۍ دوستانو او ملګرو ویلي چې د هغه مړی یې د چهارشنبې په ورځ خاورو ته سپارلی دی.

د طالبانو امنیتي چارواکو د دې پېښې په اړه لا څه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې هم په چک پاینټونو کې د طالبانو له خوا په ځینو خلکو د ډزو او هغوی ته د مرګژوبلې د اړولو پېښې شوي دي.