ډبلیوایف‌پي: امریکا او بریتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې

ارشیف: افغانستان بانک ته رسېدلې د نړیوالو د بشري مرستو یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وايي، امریکا او بریتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې چې مخکې یې په افغانستان کې د مرستو د سخت کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه، د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا بیانونو کې وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ او ژوند ژغورونکو برخو لپاره له دوی سره ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې بریتانیا هم د بېړنیو پروګرامونو لپاره له ۵۰ میلیون ډالرو ډېر مرسته کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا مرستې به له ۴.۲ میلیون څخه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي، شپږ نیم لکه ماشومانو او له نیم میلیون څخه زیاتو خوارځواکو میندو ته طبي خدمات او خواړه چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر اوچا د شمېرو له مخې چې د سه شنبې په ورځ یې خپرې کړي، د افغانستان ۴۸ سلنه نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي چې له دې جملې څخه نږدې دولس نیم میلیونه یې کافي خواړه نه لري.