شپږیزه؛ بُست ساتونکو په سوپر اور کې بند امیر ته ماتې ورکړه

له ارشيفه د شپږيزه کرېکټ سياليو يو انځور

د شپږیزې لیګ د درېیمې ورځې په لومړۍ لوبه کې د بُست ساتونکو لوبډلې په سوپر اور کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د چهارشنبې په ورځ د کابل په سهار ۹:۰۰ بجې بُست لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۷۹ منډې وکړې.

د بُست په توپوهونکو کې محمدشهزاد محمدي ۴۶ او ګلبدین نایب ۳۰ منډې وکړې.

بند امیر ته بیا په توپ اچونه کې افتاب عالم ۳ او حمزه هوتک دوه لوبغاړي وسوځول.

بند امیر لوبډلې په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۷۹ منډې وکړې، چې لوبه برابره شوه او بیا سوپر اور ترسره شو.

په سوپر اور کې بند امیر د ۱۲ منډو هدف ټاکلی و چې بُست لوبډلې د یوه لوبغاړي تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

بند امیر ته په توپوهنه کې ریاض حسن ۵۴ او صدیق اتل ۳۳ منډې وکړې او د بُست په توپ اچونو کې بشیر احمد ۲ لوبغاړي وسوځول او د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

د نن ورځې دویمه سیالي به د مس عینک اتلانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ پیل شي.