ډونالډ ټرمپ نن په شمالي کارولينا کې خپلو پلويانو ته وينا کوي

د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به واک ته د بېرته ستنېدو لپاره د چهارشنبې په ورځ یو بل فرصت هم ولري، دا ځل په شمالي کارولینا کې د لاریون او وینا تر څنګ د هغه کمپاین د اقتصادی اړخه هم خورا مهم وي.

ډونالډ ټرمپ به دا وینا د امریکا په یوه ډیموکراتیک ښار کې په‌داسې حال کې وکړي چې، په کلکه جمهوري غوښتونکي غرنۍ سیمه ده او د هغه لپاره ملي او محلي ارزښت لري.

جمهوري غوښتونکي په‌دې وینا کې له ټرمپ څخه د ولسمشر پر مرستیالې او د امريکا د ولسمشرۍ لپاره د دیموکراتانو پر نوماندې کامالا هریس د نیوکو انتظار لري.

دا په‌داسي حال کې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې ټرمپ دا ډول فرصتونه له لاسه ورکړي.

لومړی ځل په فلوریډا کې د یو ساعت اوږد خبري کنفرانس په ترڅ کې او بل وار کله چې د ايکس شبکې یا پخوانې ټويټر اجرایوي رییس ایلون مسک ورسره مرکه کوله.

د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین وروستۍ هڅه په هغه ایالت کې تر سره کېږي، چې څلور کاله مخکې یې ټرمپ ته د هغه تر ټولو نږدې ایالت په کچه بریا ورکړه او تمه کېږي چې دا به یو ځل بیا په ۲۰۲۴ کې د مبارزې ډګر وي.