بایډن: غزه کې اوربند کولای شي څو ایران د اسراییل پر ضد له غچ اخیستونکي برید راوګرځوي

د امريکا ولسمشر جوبايډن

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جوبایډن وایي، په غزه کې پر یوه اوربند توافق کولای شي ایران د اسراییل پر ضد له غچ اخیستونکي برید څخه راوګرځوي.

ایران ژمنه کړې چې په تهران کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو غچ به واخلي.

متحده‌ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

جوبایډن د سه‌شنبې په ورځ د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې، ایا د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند کولای شي د ایران د احتمالي برید مخه ونیسي وویل، همدا یې تمه ده.

بایډن ټینګار وکړ چې دی به د غزې په جګړه کې د اوربند د رامنځته کولو او د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره له هڅو په شا نه‌شي.

رویټرز خبري اژانس د سه‌شنبې په ورځ د درې ایراني سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې یوازې په غزه کې د اوربند ټینګېدل کولای شي اسلامي جمهوریت د اسراییل پر ضد له مستقیم برید څخه راوګرځوي.

په‌داسې حال کې حماس پرون سه‌شنبه د څو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره څو توغندي د تل ابیب په لور وتوغول چې د اسراییل د پوځ په وینا، یو یې ساحل ته نژدې اوبو کې راولوېد.