شپږیزه؛ بست ساتونکو د سپین‌غر لوبډلې ته ماتې ورکړه

د شپږیزې له سیالۍ یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د شپږیزې لیګ د نهم پړاو په پیل شویو سیالیو کې بوست ساتونکو لوبډلې په‌خپلې لومړۍ لوبې کې سپین غر پړانګانو ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه بوست لوبډلې ګټلې او توپ اچونه یې انتخاب کړې وه، سپین غر د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۶۶ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه سمیع‌الله شینواري تر نورو زیاتې ۴۳ منډې کړې وې.

بوست ساتونکو ته بیا نوراحمد ۴ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

بوست ورکړل شوی هدف یوازې د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په وروستي اور کې پوره کړ.

محمداکرم د بوست لپاره ۶۲ او ګلبدین نایب ۴۰ منډې وکړې.

دا په روانه شپږیزه کې د بوست لوبډلې لومړۍ بریا او د سپین غر دویمه ماتې وه.

بل لورته کرکټ بورډ په یو خبر کې ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي عیسی خیل هم په شپږیزه لیګ کې د لوبېدو په پار کابل ته رسېدلی دی.

محمدنبي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې یاد لیګ ورته ځانګړی ارزښت لري او هر ځل په‌کې لوبېدلی دی.

کرکټ بورډ د راشدخان او رحمن‌الله ګربز د لوبېدو خبر هم ورکړی، خو یاد لوبغاړي لا کابل ته نه دي رسېدلي.

راشدخان چې د انګلستان د سل بالیزه ټورنمنټ په ترڅ کې د ټرینټ راکټ لوبډلې په ګټه لوبېده په وروستۍ لوبه کې د ټپي کېدو له امله له یاد ټورنمنټ بهر شوی دی.

لا څرګنده نه ده چې نوموړی به شپږیزې لیګ سیالیو ته راشي یا نه؟

باید وویل شي چې د نن ورځې دویمه لوبه د امو نهنګانو او بندامیر ښامارانو ترمنځ پیل شوې ده.