ډیکر د نړیوال بانک له چارواکو سره د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرین ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرین ډیکر وایي، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له نوي مشر فارس حداد زیروس سره یې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

نوموړې پرون دوشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې دغه کتنه رغنده یاده کړې او ویلي یې دي چې دا د ښځو پر مالکیت او د ښځو په مشرۍ سوداګرۍ باندې د ځواکمن تمرکز او ټینګار ستاینه کوي.

اغلي ډیکر وایي، د افغانستان اقتصاد د ټولو خلکو هڅو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه فعالیت مخ ته وړي، خو مېرمن ډیکر نه‌دي ویلي چې دغه کتنه کله او چېرته ترسره شوې ده.

نړیوال بانک لس ورځ مخکې اعلان وکړ چې فارس حداد زیروس د افغانستان لپاره د دې بانک د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي له دې مخکې په نیپال، مالډیو او سریالانکا کې د دې بانک د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.