پوتین او عباس د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ د روان کړکېچ په اړه خبرې کوي

د عکس ښي لور ته د فلسطینې ادارې مشر محمود عباس او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

کریملین وایي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به نن په مسکو کې د فلسطینې ادارې له مشر محمود عباس سره خبرې وکړي.

په هغه بیان کې چې کریملین پرون دوشنبې ناوخته خپور کړی، ویل شوي چې تمه کېږي په دې کتنه کې به دواړه مشران په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ د روان کړکېچ او په سیمه کې د بې‌ساري بشري ناورین په اړه نظرونه تبادله کړي.

په هغه بیان کې چې کریملین پر ټیلیګرام چینل خپور کړی، ویل شوي چې محمود عباس به د اګست تر ۱۴مې پورې په مسکو کې وي او له هغه ځایه به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د خبرو لپاره انقرې ته لاړ شي.