د بودیجې او روغتیايي امکاناتو کمښت؛ د بدخشان په ولایتي روغتون کې وضعیت خورا کړکېچن وبلل شو

ارشیف: د بدخشان ولایت د ولایتي روغتون یوه څنډه

په بدخشان کې ښځې وايي چې د دغه ولایت روغتون د زېږون او نورو نسايي ناروغیو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.

دا مېرمنې وايي چې رسېدنه نه ورته کېږي او په روغتون کې هم د ښځو ګڼه ګوڼه زیاته ده.

د راپورونو له مخې د بدخشان شپېته بستریزه زېږنتون او روغتون یوه میاشت مخکې د بودیجې د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی.

دا چاره د دې لامل شوه چې د ولایت په سطحه یواځیني دولتي روغتون ته د ښځو مراجعه زیاته شي.

د بدخشان د ولایتي روغتون مسوول شفیق‌الله همدرد ازادي راډیو ته وویل چې په ولایتي روغتون کې وضعیت ډېر کړکېچن دی.

همدرد وویل د روغتون نه یواځې امکانات کم دي بلکې د ډاکترانو له کمښت سره هم مخ دی.

دی زیاتوي چې د دغه روغتون په یوه کټ تر پنځه امیندوارې ښځې هم بستري شوي دي.