د پاکستان پوځ د آی‌ايس‌آی پخوانی مشر متقاعد جنرال فیض حمید نیولی

ارشیف: د عکس منځ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید چې د افغانستان د تېر جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته کابل ته تللی و.

د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې پخوانی مشر متقاعد جنرال فیض حمید نیولی دی.

د پاکستان پوځ وايي د پوځي استخباراتي ادارې یا آی‌ايس‌آی پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نيولی او پر ضد یې د پوځي قوانينو لاندې دوسیه (کورټ مارشل) پيل کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د اګست پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې حميد یې د پاکستان د سترې محکمې د هغه حکم په اساس نیولی چې د نوموړي په اړه یې د درغليو په مقدمه کې ورکړی و.

پوځ زیاته کړې چې د سترې محکم له حکم سره سم یې تحقیقات پيل کړي چې د ټاپ سټي په نوم قضيه کې د جنرال فیض حميد پر ضد د شکايتونو کره‌والی معلوم کړي.

حميد د ۲۰۱۹م کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۱م کال تر نومبر پورې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی‌ايس‌آی مشر و.

عوامي نېشنل پارټي، مسلم ليګ‌ن، پيپلز پارټي، ملي جمهوري غورځنګ او ځينو نورو ګوندونو پر فیض حميد د افغان طالبانو او نورو وسله‌والو د ملاتړ تر څنګ په سیاسي چارو کې د مداخلې په ترڅ کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ، تحريک انصاف د ملګرتیا تورونه پورې کړي.

دوی تور پورې کوي چې حمید د پوځي دندې په وخت له تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وو چې په نتيجه کې یې د هغه مهال د عمران خان په مشرۍ حکومت د دغه غیرقانونه ډلې ګڼ وسله‌وال خوشې او ځيني نور په قبايلي سیمو کې مېشته کړل.

فیض حمید د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړنیو ورځو کې کابل ته هم تللی و.