د ترافيکو پر مخ د سالنګ تونل تړل کېدو اندېښنې رامنځته کړي

د سالنګ تونل یوه څنډه

د طالبانو د حکومت له‌خوا د ترافيکو پر مخ د سالنګ تونل د تړل کېدو اعلان د يو شمېر بار وړونکو او مسافر وړونکو شرکتونو مسوولان اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د حکومت له‌خوا د اعلان شوې نېټې له مخې چې د سنبلې د میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به د سالنګ لویه لار د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي، د بار وړونکو او مسافر وړونکو شرکتونو مسوولان وايي چې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت دغه اقدام به دوى ته سخت اقتصادي زیان واړوي.

د یوه بار وړونکي شرکت مسوول حاجي نبي افغان د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د دې پرېکړې په اړه اندېښنه وښوده او ازادي راډیو ته یې وویل چې دا یو غیر مسلکي کار دی.

هغه وايي: "مخکې له دې چې د ټولګټو وزارت دا ډول پرېکړې وکړي، باید مسلکي کار وکړو، له بده مرغه چې موږ له دې وزارت سره له ستونزو سره مخ یوو، تېر کال یې هم د سالنګ لویه لاره داسې حال کې بنده کړې وه چې نه د شیبر لاره جوړه وه او نه هم د خاواک لاره، اوس یې پرېکړه کړې چې دغه لویه لاره بیا بنده کړي."

ارشیف: د سالنګ په تونل کې د کار له جریانه یو انځور

د یوه مسافر وړونکي شرکت مدیر عنایت‌الله چې لوی موټر یې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي، د سالنګ د لویې لارې د بندېدو له اعلان څخه اندېښمن دی.

هغه وايي: "دا به له اقتصادي اړخه موڼږ ته ډېر زيان ورسوي، زمونږ ٣٠ عرادې موټر هره ورځ پر دې لاره تګ راتګ کوي، که د موټرو او دفترونو لګښت محاسبه کړو، نو د ورځې له درې څخه تر څلورو لکو افغانیو پورې زيان رااوړي، د کوچنیو موټرو لپاره بدیله لاره جوړه شوې، خو د لویو موټرو لپاره هېڅ نه دي شوي."

د بار وړونکو او مسافر وړونکو شرکتونو مسوولان د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې د تېر کال له څو میاشتو راهیسې ځنډېدو ته په اشارې سره وايي چې دا ځل به هم له ورته ستونزې سره مخ شي.

خو د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح د دوشنبې په ورځ "ملت ته د دولت د حساب ورکولو" په یوه خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ چې د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې به په یوه میاشت کې بشپړې شي.

نوموړي په دې ناسته کې وويل: "تېر کال کې دا ستونزه رامنځته شوې وه، هغه شرکتونه چې تېر کال يې په سيمه کې کار کاوه او هغې تجربې ته په کتو سږ کال هڅه کوو چې تر يوې مياشتې زر دغه لويه لاره خلاصه شي او لاره به له یوې میاشتې مخکې پرانیستل شي."

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس هم په دې غونډه کې وویل چې د سالنګ لویه لار د بیارغونې پر مهال د وړو موټرو پر مخ خلاصه ده، خو د بار وړونکو موټرو په ګډون د لویو موټرو لپاره بله بديله لار نه‌شته.

د ټولګټو وزارت د یکشنبې په ورځ د يې خبرپاڼې په خپرېدو سره وويل وويل چې د سالنګ لویه لار د پخولو او کانکړېټي کولو په موخه د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه لار به د کار تر پایه او خلاصېدو پورې تړلې پاتې وي.

د راپورونو له مخې، تر دې مخکې د ټولګټو وزارت ویلي وو چې د دې لویې لارې د بیارغونې چارې تېر کال د سړې هوا له امله بندې شوې وې او سږ کال یې له درېیو کورنیو شرکتونو سره د سالنګ د لویې لارې د بیارغولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو سوداګریزو او اقتصادي لارو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد شمالي ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي.

د دې لویې لارې د بیارغونې چارې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت له‌خوا پیل شوې چې په ترڅ کې یې د سالنګ تونل دننه د کانکرېټ اچولو، د شپاړسمې ګالرۍ د بیارغولو او داراز د دې لویې لارې د درېیمې برخې د جوړېدو چارې په همدې کال کې بشپړې شوې.