يو شمېر اروپايي هېوادونو له ايرانه غوښتي څو پر اسراييل له بريد ډډه وکړي

د اروپايي ټولنې د يو شمېر هېوادونو بيرغونه

د فرانسې، بریټانیا او جرمني مشرانو له ایران او د دې هېواد له ملګرو غوښتنه کړې چې پر اسرايیل له برید ډډه وکړي.

د دې اروپايي هېوادونو مشرانو په خبره، دا برید به سیمه‌ییز کړکېچ نور هم زیات کړي او د اسراییل او حماس ډلې تر منځ احتمالي اوربند ته خطر پېښ کړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز، د بریټانیا صدراعظم کاییر ستارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په یوه ګډه اعلامیه کې په غزه کې د جګړو د سمدستي درېدو او د یرغملو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته ایراني چارواکو ویلي چې، له اسراییل به غچ واخلي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.