کرکټ؛ نن کابل کې د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ پیليږي

د شپږيزه ليګ سياليو يو انځور - ارشيف

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مشهورې سیالۍ (شپږیزه لیګ) نهم پړاو نن دوشنبه د جولای په ۱۲مه نېټه پیليږي.

افغان کرکټ بورډ ویلي دي، دا ځل یادې سیالۍ پخپله کوي او پنځه لوبډلې به په‌کې یو د بل پر وړاندې سیالۍ وکړي.

د لیګ لومړۍ لوبه به د سپین غړ پړانګانو او بند امیر ښارمارانو د لوبډلو ترمنځ د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي او دویمه سیالي به په همدې ورځ تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې د مس عینک اتلانو او امو نهنګانو د لوبډلو ترمنځ وي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس په‌دې پړاو کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځیني نوموتي لوبغاړي هم ولوبيږي، خو لا څرګنده نه‌ده چې په لومړنیو سیالیو کې به د راشدخان، محمدنبي او رحمن‌الله ګربز په څېر مخکښ لوبغاړي موجود وي که نه؟

د ویلو ده چې د یاد لیګ پر مهال به ټولټال ۲۱ سیالۍ ترسره شي او د اګست میاشتې تر ۲۵مې نېټې به وغځیږي.