سوريه کې پنځه تنه ايران پلوه ملېشې ځواکونه وژل شوي

سيمه کې د بريد يو انځور

په سوریه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید سره ‌پنځه تنه ایران پلوه ملېشې ځواکونه وژل شوي دي.

په بريتانيا کې د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د سوريې دا برید په ديرالزور ولايت کې د یادو وسله‌والو په موټر شوی.

رویټرز خبري اژانس هم د دوو امنیتي سرچینو په حواله په دغه برید کې د پنځو کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.

د پېښې ځای د دیرالزور ولایت په ختیځ کې دی، چې د ایران نیابتي ځواکونه په‌کې پراخ حضور لري او څو ځلې د امریکا او اسرايیلو له‌خوا په نښه شوي، خو تر اوسه یادو هېوادونو د دغه برید پړه پر غاړه نه‌ده اخیستې.

اسراییل په ندرت سره د ایران په ملاتړ ملېشو باندې خپل بریدونه تاییدوي.