بايډن: ډونالډ ټرمپ د امريکا ډيموکراسۍ ته يو ګواښ دی

د امريکا ولسمشر جوبايډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته له کاندیداتورۍ تر تېرېدو وروسته په خپله لومړۍ ټلوېزیوني مرکه کې خبرداری ورکړ چې، د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ده په خبره د امریکا امنیت ته یو اصلي ګواښ دی.

بایډن د یک‌شنبې په ورځ له CBS نیوز سره په یوه مرکه کې وویل موږ د نړۍ په تاریخ کې داسې یو موقعیت کې یو چې ډیموکراسي یې کلي ده، خو ټرمپ د دې ډیموکراسۍ لپاره د ده په خبره یو لوی ګواښ دی.

۸۱ کلن بایډن د ډونالډ ټرمپ په وړاندې په مناظره کې د کمزوري ګډون په خاطر تر نیوکو لاندې وو او بلآخره له کاندیداتورۍ لاس په سر شو.

هغه خپله مرستیال کامالا هریس وړاندیز کړه چې د ډیموکراټ ګوند کاندیده شي.