مجاهد د امريکايي بنديانو په اړه د ټام وېسټ ادعاوې رد کړې

ذبيح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ وروستۍ ادعاوې رد کړې چې ګنې په افغانستان کې درې امریکايي اتباع بندیان دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد آریانا نیوز ټلوېزیون ته ویلي، په افغانستان کې یوازې دوه امریکايان بندیان دي، چې دوی چمتو دي امریکا کې د بندي افغانانو د تبادلې په صورت کې یې خوشې کړي.

تر دې مخکې ټام وېسټ د شنبې په ورځ په خپل ایکس‌پاڼه ليکلي وو چې امريکا هڅه کوي د طالبانو له بند څخه درې تنه امریکایان خوشې کړي.

ټام وېسټ یادونه کړې جورج ګزمن، محمود شاه حبیبي او ریان کوربېټ هغه درې امریکایي اتباع دي چې له طالبانو سره بندیان دي.

خو مجاهد وايي، دوی د محمود شاه حبیبي په نوم کوم زنداني نه‌لري.

په همدې حال کې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې "FBI" د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي د ورکېدو په اړه معلومات غواړي.

ښاغلی حبیبي چې امریکايي تبعه دی، ویل کېږي د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې له کابل څخه تري تم کړای شوی.

اف‌بي‌ای په یوه بیان کې ویلي، ښاغلی حبیبي د طالبانو له‌خوا توقیف شوی او له ورکېدو راهیسې یې غږ نه‌دی اورېدلی.

دغه اداره وايي، چې د ښاغلي حبيبي د بېرته راستنېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

محمود شاه حبیبي چې افغان الاصله امریکایی دی د جمهوریت په وخت کې د ملکي هوایي چلند د ادارې سرپرست پاتې شوی.