د ټرمپ ځینې داخلي اسناد هک شوي

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ کمپاین د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه ځینې داخلي اسناد هک شوي دي.

دغه کمپاین پرته له دې چې مشخص شواهد وړاندې کړي، وویل چې ایراني هکران د حساسو اسنادو په غلا او توزیع کې ښکېل دي.

دا ادعا یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې مایکروسافټ د بهرنیو اجنټانو په اړه په یوه راپور کې وویل چې هغو هڅه کوله د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتي کمپاین کې مداخله وکړي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د مایکروسافټ د متخصصانو په قول راپور ورکړ چې د ایران له حکومت سره تړلو هکرانو هڅه کړې چې د جون په میاشت کې د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپاین کې د یوه جګپوړي چارواکي حساب ته ننوځي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت ویلي چې د ایران حکومت د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره کومه انګېزه نه لري.