عباس عراقچي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومول شوی

عباس عراقچي

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان عباس عراقچي د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی.

له ۲۰۱۳م څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، عراقچی د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اتومي خبرو په برخه کې د ایران د مرکچی پلاوي مشر و.

نوموړي په تیرو وختونو کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال او په ترکیه او جاپان کې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

پزشکیان نن یکشنبه د خپلو واندیزي وزیرانو د ایران پارلمان ته وړاندې کړ.

په دې لېست کې یوازې ښځه شامله ده چې فرزانه صادق نومېږي او د لارو او ښارجوړولو وزارت ته معرفي شوې ده.