طالبان: ایران د افغانستان د کانکونو په استخراج کې د پانګونې وړاندیز کړی

د ایران بیرغ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ایران د افغانستان د کانکونو په استخراج کې د پانګونې وړاندیز کړی دی.

دغه وزارت پرون شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یوه ایراني پلاوي، چې کابل ته یې سفر کړی، د ایران-افغانستان د کانونو د ځانګړي اقتصادی زون د جوړولو او د افغانستان د وسپنې د کانونو د استخراج لپاره د پانګونې وړاندیز کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پرون له دغه ایراني له پلاوي سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

ایران سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو لېواله دی چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.